 تر لاس لاندې ژباړې
ډېرو قدرمنو ليکوالو او د پښتو ژبې درنو چوپړوالو !
که څه هم د خوشال بابا د وينا په مصداق پښتو لا اوس هم بکره پرته ده او لاهم د نړۍ د ژوندۍ ژبو په پرتله ډېر لږ کار ورته شوی، خو داسې ښکاري چې په وروستيو وختو کې پښتنو ژڼيو سمه د خدمت ملاورته تړلې او غواړي په لنډ وخت کې پښتو د ژباړې په مټ د نورو پرمختللو ژبو سياله کړي. خو څرنګه چې لا هم په هېواد کې د خپرونو منظم قوانين او د ژباړې معتبرې مؤسسې نشته ، نو ژباړونکي زياتره د يوه بل له کارونو نه خبريږي. کله کله داسې پېښ شوي ، چې څو تنه په يوه وخت کې د عين اثر پر ژباړه بوخت وي او کله هم زموږ ژباوړنکي نه پوهيږي چې دژباړې لپاره کوم اثر غوره کړي.
روهي وېب پاڼه غواړي د پښتو ژبې د چټکې ودې او د هغې له چوپړوالو او درنو ژباړونکو سره د مرستې لپاره د هغو چاپو او ناچاپو اثارو لېست چې وار دمخه پښتو ته ژباړل شوي خپاره کړي. همداراز موږ غواړو د هغو اثارو لېست چې پر ژباړه يې کار روان دی او د هغو اثارو لېست چې ژباړه يې زموږ لپاره اړينه ده، هم خپاره کړو . د دې تر څنګ به موږ هڅه وکړو د هغو اثارو لېست چې له پښتو څخه نورو ژبو ته ژباړل شوي او يا بايد وژباړل شي، هم خپاره کړو . خو د دغو ټولو چارو د ترسره کولو لپاره لپاره موږ ستاسو مرستې ته اړتيا لرو اوله ټولو هغو درنو ژباړونکو څخه چې غواړي کوم اثر وژباړي او يا يې ژباړلی وي ، هيله کوو چې د خپل کار په اړه موږ ته معلومات راولېږي او همداراز له ټولو درنو ليکوالو او ژباړونکو څخه هيله کوو چې د هغو اثارو د لېست په بشپړولو کې له موږ سره مرسته وکړي ، چې وار دمخه ژباړل شوي . که چېرې ژباړل شوي اثار ناچاپ وي، کېدای شي له همدې لارې يې د چاپ امکانات هم برابر شي. نو موږ به په دې برخه کې ستاسو د مرستو او مشورو په تمه يو.
په درنښت
د روهي وېب پاڼې چلوونکي
| د کتاب ليکوال |
د کتاب نوم |
ژباړن |
خپروونکې |
د چاپ کال |
| Adele Faber and Elaine Mazlish |
Siblings Without Rivalry: How to Help Your Children Live Together So You Can Live Too |
ډاکټر نجيب زاخيلوال |
. |
21.04.2010 |
| صادق حسين صديقي |
سلطان محمد غوري - د سلطان شهاب الدين غوري په اړه تاريخي ناول |
ذبيح الله احساس |
. |
. |
| رنجن قانون ګو |
شېرشاه سوري او اس كا عهد- د شېرشاه سوري د ژوند په اړه تاريخي څيړنيز اثر |
ذبيح الله احساس |
. |
. |
| ارواښاد حمزه بابا |
نقش حيات- د حمزه بابا د ژوند او فن په اړه د هغه خپل اثر |
ذبيح الله احساس |
. |
. |
| Dr Ginott haim G |
Between parent and child new sloutions to old problems |
ډاکټر نجيب الله زاخيلوال |
. |
. |
| فيل ريس |
( زده کوونکو او محصلينو ته د مطالعې په اړه 500 لارښونې) |
رفيع الله نيازی |
. |
ـ |
| مايکل چاسوفسکي |
دامريکادترهه ګرۍ په خلاف جګړه |
منتظرمسيد |
. |
. |
|