خبره استاد روهي اړيكي ارشيف
د ورځې تودې خبرې او تازه خبرونه   ايرلنډ د سويډني کاريکاتوريست د وژلو د هڅې په تور7 تنه نيولي    د اردن د اخوان المسلمين مشر دغه هېواد ته د افغان پوځيانو د روزلو په اړه خبرداری ورکړی    يوه ښځه چې 100 کلنه شوه ښکر ېې راشين شو     ناټوځواكونه وايي چې د خوست په پرونيوبريدونوكې يې څلور سرتيري ټپيان شوي دي    پکتيکا وﻻيت کې يو سپين ږيری د جاسوسۍ په تور وژل شوی    نن سهار د دولت يو مخالف اووم سرحدي کنډک ته ځان تسليم کړ    ميدان وردګ وﻻيت کې د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ ونمانځل شوه    احمدي نژادسباته له افغانستانه دلیدنې نیت لري    ولسمشر له هېواده ممنوع الخروج اعلان شو    دهلمندله مركزي زندان څخه ۳۲تنه زندانيان خوشي شول.    الماني راپورونه : CIA په نړۍ کې 66 پټ زندانونه لري     امریکا په افغانستان کې پټې ملیشې جوړې کړې دي     ګېټس : ایران له طالبانو سره دوسلو او پیسو مرسته کوي .     انگلستان له افغان دولت سره د۲۸مليونه پونډه مرستواعلان وكړ.    ناټو له اردن غواړي ، چې دافغان پوځ په روزنه کې ونډه واخلي    ایراني چارواکو یوه شاعره له سفره راوګرځوله     د افغانستان په ختيځ کې يو بهرنی سرتيری وژل شوی    په ﻻهور کې د پرونۍ ورځې چاودنې پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستې    سويلي وزيرستان : د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې پنځه تنه وژل شوي .    سويلي وزيرستان کې د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي  
کانديداکادميسين سرمحقق محمدصديق روهي
د استاد محمد صديق روهي په هكله لنډ معلومات

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه    -    داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي!
 

محمد صديق روهي څوک و؟
خدای بخښلی محمد صديق روهي د محمد حسين خان زوی په کال ١٣١٣ ل. ل. کې د خوست وﻻيت مرکز د حيدرخېلو د سموات په کلي کې نړۍ ته سترګې سپړلې او ﻻ ماشوم و چې د ورور او خونيدو سره يو ځای د مور، پلار له مينې بې برخې شوی و.

لومړنۍ زده کړې يې د وخت د اسماعيل خېلو او مندوزويو په لومړني ښوونځي ( اوسنی سړبن ليسه) کې، منځنۍ زړه کړه يې د کابل په دارالمعلمين او په کال ١٣٢٧ ل. ل. کې کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي څخه فاروغ شوی و. د ١٣٤٧ ل. ل. په وروستيو کې د لبنان د بېروت په پوهنتون کې شامل او همدلته يې د ماستري دوره په پوره بري بشپړه کړې وه.
ارواښاد روهي د خپل علمي- فرهنګي او ادبي ژوند په خورا لنډه موده کې د دارالمعلمين او پوهنتون د استاد، د بېلا بېلو، نشراتي ارګانو (مجلو) د مسوول چلوونکي، د بېلو بېلو علمي – فرهنګي مرکزونو د مشر او رئيس، د وخت د پښتو ټولنې (اوسنی د افغانستان د علومو اکاډمي) د مرستيال او رئيس او د خوشحال د فرهنګي ټولنې د مشر په توګه هېواد او هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمتونه کړي دي.
خدای بښلي روهي د يوه علمي، فرهنګي او ادبي شخصيت په توګه په ډېرو ژبو پوهېده او په دوو رسمي ژبو (پښتو، دري) يی زياتې علمي، ادبي او ميتوديکي مقالې او اثار ليکلي دي چې د ځېنويې په ﻻندې ډول يادونه کوو:
١ – د څېړنې ﻻرښود – پښتو ټولنه د ١٣٥٤ .ه.ش کال چاپ
٢- پښتو په بېلګه کې – پښتو ټولنه د ١٣٥٧ .ه.ش کال چاپ
٣- ادبي څېړنې - پښتو ټولنه د ١٣٦٠.ه.ش کال چاپ
٤- د ژبې ښودنې مسألې – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦١.ه.ش کال چاپ
٥- د ادبي او فولکلور په باره کې د چاپ او خپرولو دولتي کمېټه د ١٣٦٥.ه.ش کال چاپ
٦- پښتو معاصر ادبيات- د ماستری دورې له پاره کابل پوهنتون د ١٣٦٧.ه.ش کال چاپ
٧- فولکلور پېژندنه – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦٥ .ه.ش کال چاپ
٨- د روښاني غورځنګ ماهيت – نا چاپ
٩- د دوولسم ټولګي له پاره د ادبياتو تاريخ نا چاپ
١٠- شعر پېژندنه – د ناهيد کتاب خپرولو موسسه د ١٣٧٥ .ه.ش کال چاپ د ﻻهور چاپ
١١- جنګ داخلی افغانستان چګونه پايان خواهد يافت؟ د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنه د ١٣٧٥.ه.ش کال چاپ پيښور چاپ
١٢- رنګين تعبير – د دانش کتاب خپرولو موسسه پېښور – ١٣٧٧ .ه.ش کال چاپ
له نېکه مرغه اوسمهال په خوست کې د يو شمېر وتلو فرهنګي ځوانانو په زيار اونوښت د محمد صديق روهي فرهنګي ټولنه جوړه شوې ده . دې ټولنې که د يوې خوا د خپلو فرهنګي – ادبي ګټورو فعاليتونو په لړ کې د مرحوم روهي روح ښاد او نوم يې ژوندی ساتلی، دغه راز دا هيله هم شته چې د نوموړي ناچاپ شوي آٌثار به هم په خپله موقع خپاره کړي.
ارواښاد محمد صديق روهي سر بېره پر دې چې د سر محقق او کانديد اکادميسن لوړې علمي رتبې يې
در لودې، د افغانستان د ليکوالو انجمن له خوا د ( کارمند شايسته فرهنګ) لقب هم تر ﻻسه کړی و.
نوموړی په ١٣٧١.ه.ش کال کې د علاج له پاره لومړۍ هند، بيا روسيې، اوکرائين او په پای کې جرمني ته ﻻړ او د ١٩٩٦م.کال د مۍ په مياشت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله، بدبختانه په روغتون کې له وخته مخکې د نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه يې د هغه هېواد د مونشن ګلا دباخ په ښار کې امانت خاورو ته وسپارل شوه، وروسته د ﻻزمې موقع په برابريدو سره هېواد ته انتقال او په ډېر درناوي سره په خپله پلارڼۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه .
نوموړي منځمنۍ ونه، ساړه دماغ درلودل او پر شنډو به يې تل موسکا خواره وه.
اوس مهال سره له دی چې خدای بښلي زموږ سره په فزيکي لحاظ نه شته ، خو په معنوي لحاظ يې زموږ فرهنګي – ادبي ناستي تل تاوده ساتل دي.


د ده ياد تل پاتې او خاِِطرې يی نه هيريدونکې او هميشنۍ دي.
موږ د ستر رب (ج) پيدايښت يو او ستر رب (ج) ته به ورځو.
روح دې ښاد وي.
 

ايرلنډ د سويډني کاريکاتوريست د وژلو د هڅې په تور7 تنه نيولي / زيږ اڅړ
د اردن د اخوان المسلمين مشر دغه هېواد ته د افغان پوځيانو د روزلو په اړه خبرداری ورکړی / زيږ اڅړ
يوه ښځه چې 100 کلنه شوه ښکر ېې راشين شو  / هوسۍ
ناټوځواكونه وايي چې د خوست په پرونيوبريدونوكې يې څلور سرتيري ټپيان شوي دي / اسدالله نصرت
پکتيکا وﻻيت کې يو سپين ږيری د جاسوسۍ په تور وژل شوی / اسدالله نصرت
نن سهار د دولت يو مخالف اووم سرحدي کنډک ته ځان تسليم کړ / منيب الله فضلي
ميدان وردګ وﻻيت کې د ښځو د پيوستون نړيواله ورځ ونمانځل شوه / مطبوعاتي دفتر
احمدي نژادسباته له افغانستانه دلیدنې نیت لري / هوسۍ
ولسمشر له هېواده ممنوع الخروج اعلان شو / هوسۍ
دهلمندله مركزي زندان څخه ۳۲تنه زندانيان خوشي شول. / احسان
د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرد۷۷اوونیزې غونډې رپوټ / شهناز بابکرخیل
((دمارچ داتمې نړيوالې ورځې په ياد يوڅو يادونې)) / ننګيالی ـ بڅرکی
غزل / سيد کريم متون
يوه ښځه چې 100 کلنه شوه ښکر ېې راشين شو / هوسۍ
دپښتنوعلمي جينوسايډ؟ / محمدحسن حقيار
 
لومړۍ پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mdweyal@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af