19.05.2012
اړيكي ارشيف استاد روهي ويډيو گانې انځورونه زموږ هدف كور پاڼه
ليكوال: سپينتمان / نېټه: 23.12.2010 / خپرونكئ: س /      
په ايران کې د افغانستان 2 زره د تيلو ټانکرونه درول شوي دي

د افغانستان چارواکي او تاجران وايي، چې سرحد ته نږدې د افغانستان 2 زره د تيلو ترانزيت ټانکرونه په داسې مهال درول شوي ، چې افغانستان کې د ژمي موسم او يخني ده.
ايراني چارواکي وايي، چې دغه تيل د ناټو ځواکونو لپاره وړل کيږي نو ځکه يې د وړلو مخنيوی شوی دی. د افغانستان د ماليې وزارت د سوداګرۍ دخونو رياست دغه څرګندونې بې بنسټه ګڼلي او وايي ، چې دغه تيل د عامو خلکو د اړتيا د رفع کولو په موخه واريديږي. د يادونې وړ ده، چې دغه ټانکرونه له دريو اوونيو راهيسې درول شوي دي.
د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي وايي، چې د ايران له مقاماتو سره يې د اړوندې مسالې په هکله اړيکې نيولي، خو تر اوسه يې کوم دقيق ځواب نه دی تر ﻻسه کړی.


ستاسې تبصرې
پر کابل د طالبانو وروستی بريد وښودله، چې :
افغان ځواکونو د دفاع وړتيا لري.
وړتيا يې ډېره کمزورې ده.
د منځنۍ کچې دي.
 شعرونه
غزل../ رضوان زرمتی
غزل

تن په تن ستا یو لښکر غمونه دي

وایه! مېړنی یمه کنه یمه

ما خو ستا په نوم پټکی ول کړی دی  

ستا دلاس بنګړی یمه کنه یمه

ستا نوم مې دنیت په ځاي کې ولوسته

وایه لېونی یمه کنه یمه

یو ځل اشارت کوه بیا وګوره

تاته سپېلنی یمه کنه یمه

مرګه تور ټغردي ټولوه درځه!

اوس خولاژوندی یمه کنه یمه

سترګو باندي موټي تېر کړه وګوره

وايه ستا لالی یمه کنه یمه

خير ده یوځل ووایه خوشحال به شم

ګوته کې غمی یمه کنه یمه

خپل رضوان ته غبرګې سترګې پټې کړه

شال ته دي زونډی یمه کنه یمه

 

 

 

تنده../ صدیق کاوون توفاني
تنده

 

ساقي ډکه پیاله راکړه، زولنو ته مې زړه کیږي

یاغي شوو هوسونو لیونو ته مې زړه کیږي

د خندا فرصت مې نشته، عقله مه راته تم کیږه

یو څو غټو غټو اوښکو پښتنو ته مې زړه کیږي

په سړو سړو خبرو ماته  نه شوه زما تنده

په سکروټو مې خړوب کړه، سرو لمبو ته مې زړه کیږي

مرور امید مې ګرځي، د زخمي ذهن کوڅو کې

د مغرورې مینې یاده، ستا راتلو ته مې زړه کیږي

د آشنا د نظر   اوره!  راشه یو ځل مې ایرې کړه

وچ  لرګی د  شنه ځنګله یم، سوزیدو ته مې زړه کیږي

وارنا – بلغاریا (۱۱/۸/۱۳۶۳)

***********

غوټۍ

د سترګو له ډنډونو  نه  مې  وینې تویومه

د یار په قدمونو باندې شمې  بلومه

نن بیا ذهن ته راغله، مروره خاطره مې

د اوښکو د الماسو  په چینه یې لمبومه

ساقي راته د ګلو  په ښیښه کې  باده راکړه

ویل یې چې ګناه دې،  په شرابو  پاکومه

په ستړي پسرلي کې چې د یار د زلفو زیب شي

چمن په چمن ګرځمه، ګلونه لټومه

د سره تکل آرزو مې  په سرو  وینو کې موسکۍ شوه

ویل یې دا غوټۍ به، پسرلي ته رسومه

کابل (۲۰/۷/۱۳۶۲)

**************

سور اختر

ښکلېه ساقي راشه چې جامونه سره پورته کړو

ورځې د اختر دي چې  غمونه سره پورته کړو

راشه چې نظر مې ستا د سترګو سین  کې ووینځم

راشه چې د عمر آرمانونه  سره پورته کړو

راشه چې دا سرې جامې  په میو کې رنګینی کړو

راشه د کنډول پر ځای خمونه سره پورته کړو

راشه چې دخم په زړه کې وینې په مستیو دي

بیا په میکده کې خمارونه سره پورته کړو

مینه هوسیږي قرباني  د مینانو ته

ډلې د مستانو کې سرونه  سره پورته کړو

یه ساقي  راځه چې په سکروټو تنده ماته کړو

زړونه پرې  خړوب  کړو، سره اورونه سره پورته کړو

سور اختر ځلیږي،  د ګلونو هره  پاڼه کې

ووره شبنمه!  چې ګلونه  سره پورته کړو

کابل (۱۳/۶/۱۳۶۳)

*********************

د مینې آرماني

زه د مینې آرماني یم، وصلتونه راته  راکه

د تودې غیږې حرم کې، شنه خوبونه راته راکه

ما د زهد په زندان کې، د ځوانۍ  عمر ایرې کړ

دا تقوا راځنې واخله، ګناهونه راته راکه

ستا دمست ښایست له زوره، د حیا غرونه چپه شول

دا شرقي حجب ایرې که، هوسونه راته  راکه

یخ وهلی تن مې تود که، د سرو  شونډو په سکروټو

ټول غمونه مې لوګی که، سره  اورونه  راته  راکه

بت شکن غرور مې ګوره، ستا  ښایست ته په سجده شو

عبادت ته مې لږ  ځیر شه، ثوابونه راته  راکه

پرې  چې ووینځم نظر مې، ستا  دسترګو سمندر کې

خړو خاورو  نه  مې جګ که  منزلونه  راته  راکه

یه حسینه ساقي راشه، چې جامونه  سره  جګ کړو

له   توبو مې توبه وکړه، نور هوډونه راته  راکه

په جامونو  نه  ماتیږي، دا زما  دوزخي  تنده

زه  د ټول  عمر خمار یم،  دریابونه راته  راکه

چا  ته  ونیسم په لاس کې،  د زخمي  زړه  د آرمان ګل

یه  د سوي باغ  ملیاره، بهارونه  راته راکه

دا کوچنی  زړګی  مې ګوره، چې  د لویو غمو کور شو

عشقه ته  راسره  یار شه طاقتونه  راته  راکه

مسکو (۲۳/دلو/۱۳۶۲)

شاعر : صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

**********

 

غزل../ رضوان زرمتی
غزل

ډار لرم په واک نه دي ستا دوې سترګې

کړي به مې نظر سره ړندې سترګې

بدو سترګو مينه نظر کړې ده

اې! غمازه ودي وزه کږې سترګې

سترګې خو هر څوک لري خو سود نشي

ته یو ځل ښکاره کړه ستا خوږې سترګې

مړه اور نه ولا ډېر کباب شوي دي

اور نه لاتېری کوي ستا مړې سترګې

نور ثبوت هم غواړې زما مینه کې؟

اې! رضوانه نه ګوري ستا سرې سترګې

غزل../ محمد هارون ناصری
غزل

 

بیا چې تورو شپو نن دکابل لمنه ونیوه

پوه شوم چې اشنا دکوم یو بل لمنه ونیوه

وران ښکلی وطن شو داغیارو په لمسون باندی

هغه وخت واکدار چې د باطل لمنه ونیوه

اورېی دمین په زړکی بل کړه  شو لمبه لمبه

کله چې لمبو نن داوربل لمنه ونیوه

ورک یی دبورا دزړه سکون هم ژوندون کړلو

دې سپیره خزان چې دسره ګل لمنه ونیوه

دا رخمی زړګۍ مې نور په هیڅ شی ارام نشولو

ځکه مې د ګل او دکاکل لمنه ونیوه

حق شاعری کاندی دلته تل  زما هارون ناصر

ځکه یی په شعر کې د غزل لمنه ونیوه

  

جګړن محمد هارون ناصری

215 میوند قول اردو هلمند

ما وپي../ مومند محمدي اڅړ
ما وپيژنه

 

پسم الله الرحمن الرحيم

بولله ياقصيده( ما وپيژنه)

خړ کورونه يې د تيږو او د خټو دا مې کلى

دي له دريو خواوو غرونه مخ يې دښتې دى پوښلى

 

شاوخوا تور نښتر ولاړدي چارچاپير ګورګورې ناستې

سپيلنو تر څار د سترګو دى د دښت ټټر څيرلى

 

يو ګودر د غره په ډډه د ځړوبي پرې ناتار دى

دي ننګريسې ترې چاپيره لوى چنار پرې دريدلى

 

لدې خوړ هاخوا ورپورې ها جنډې د هديرې دي

د غه پورته مود کلي سپين جومات دى څومره ښکلى

 

زموږ څپلۍ په خاورو خړې او جامو ته ايښي ټوټي

واسکټ باندې پرې اغوندو او پټکى په سر تړلى

 

چا چرۍ وي په مټ ايښي د پټو په لوري درومي

چا رمې ګلې تر مخې او کوتک تر مټ پېيلى

 

چا سْره تبر وي په لاس کې پورته غره ته په ختو وي

ورسره يو لوى شان پړى، وي په لاس کې يې نيولى

 

يار دى شين منګى اخيستى په ډوډي يې اړولى

ګڼ کميس لوى يې لستوڼي سپين مړوند ترې راوتلى

 

لمر له غرونو پنا کيږي د زړګي وار نور نه کيږي

يار ګودر ته رارسيږي هوښ له سره الوتلى

 

د يارمخ تک سور ګلاب شو پښتنۍ حيا يې راغله

د پلو پيڅه په خوله کې ولاړ په تيښته تښتيدلى

 

توره ډال مې دي په کور کې د نيکه مې د ننګ نښه

تور ټوپک ديوال ته ځوړند يرغلګر مې پلار شړلى

 

مينه ډيره لرو زړو کې مينه ناکو ته ئى ورلونو

زما له قهره بيا هندو په عبادت امان غوښتلى

 

ما ماغزه د انګريز باد کړل دې درو يې لښکر وخوړ*

زما له ويرې يې په سره اور کې ژوندى دى ځان سيزلى*

 

ما د سرو لښکرو سرې ويالې د وينو بهولي

زما په خاوره کې په شپو شپو ارام ندى خوبولى

 

زما جلال وته چنګيز ګوته په غاښ حيران و پاتې*

په دې ځاى کې سکندر او هلاکو دى لړزيدلى

 

پښې زما د بابا ښکل دي اصفهان او ډيلي دواړو*

سمونات مې خاورې کړى پاني پت مې دى ګټلى

 

که ابادې ماڼۍ نشته که مو ډيره ډوډۍ نشته

خو زما د قوم وګړى چا غلام ندى ليدلى

 

هديره مو ده چې لويه شهيدان يې واړه بويه

دغه چت چې رالويدلى دا ديوال چې نړيدلى

 

دا دتوت ونه راماته ها کنده چې پرته لويه

دا ايرې دې کنډواله کې، دا و باغ اوس سوزيدلى

 

دا دښمن دي ويجاړ کړي په بمونو يې ويشتلي

خو دى خپله هم په روغو پښو بيا بيرته ندى تللى

 

دغه شنه اوسپنه لويه چې زنځير يې ترپښو تاو دى

هغه سپين شى چې په خوړه کې د کمره تر څنګ لويدلى

 

دا و موږه په هوا کې په اوږده ټوپک ويشتلى

زيړ ټوپک هم د غليم و چې مې مټ ته اچولى

 

ته په دواړو سترګو ړونديې اې د نوي دنيا زويه

دا وسله دې خپل دښمن دى چې ته ئى دلته راوستلى

 

چې کوچنى وې تا په غيږه کې نانځکې لوبولې

زه د بم او د باروتو په لوګو کې لوبيدلى

 

اوس دا دوه تنه چې تا ته پورته غرونو ته ختلي

ستا دا نيم جهان او ته يې هم تر پوزې راوستلىس

 

 

داچې غلى يم د خپل ماشوم په وينو بې ننګ نه يم

دا په دې چې ته يې دلته د ميلمه په نوم راغلى

 

ته ميلمه چې مې په خاوره باندې پښې تاوول غواړې

ما له ډيرو په ځيږوپنجو لړمون دى راويستلى

 

زه له خپل ناموسه زر ځله ځار شوى تپوس وکه

زه د خپل بابا تر مخ تيره اغزى نشم منلى

 

دا چې تا راشهيد کړى زما بابا او زما ورور دى

او زما د خور بدن دې دى په تورو سپو څيرلى

 

زما هيڅکله د شهيد وينه همداسې نده پاتې

ما خونخوار په خپله خاوره کې په وينو لمبولى

 

ته به ګورې يوه ورځ به وم د ستا د کور په وره کې

ته به ګورې ستا ناموس به مې وي ځان سره بيولى

 

نړيواله د غه چيغه د يوه له ستوني نده

دا غږ زما د قوم د هر يو ځوان له ستوني راوتلى

 

مومند محمدي اڅړ

پاى

*مکناټن وزير محمد اکبر خان د محمد شاخان په ملګرتيا د کابل په چمن کې وواژه چې لدې پيښې څو ورځې مخکې مکناټن دا خبره هم کړيوه چې موږ افغانستان بوجۍ ته اچولى شو او لندن ته يې وړلى شو.

*کيونارى

*جلال الدين محمد خوارزمشاه

*احمد شاه بابا

ننګريسه= د انار ونه

ټوټى= د جامود شليدلو ځايونو پيوند

چرۍ= بيل(خوستۍ لهجه)

پيڅه= څنډه

 

©www.rohi.af All rights reserved 2006-2012 Designed by Dr. Weyal كور پاڼه |  زموږ هدف |  انځورونه |  ويډيو گانې |  اړيكي |