06.02.2012
اړيكي ارشيف استاد روهي ويډيو گانې انځورونه زموږ هدف كور پاڼه
ليكوال: نجيب / نېټه: 03.09.2010 / خپرونكئ: ن /      
د کرکټ لوبه په ژوندۍ بڼه په تلويزيون وګورئ

نن د مينځ لوبې په پايله کې کورنګې الفتح ډلې ته کورنګې کرکټ ډلې ماته ورکړه چې نوموړې ګټونکې ډله به د افغان کرکټ ډلې سره په نيمه پايلوبه کې مخامخ کيږي. نيمه پايلوبه به نن شپه د کراچۍ په ښار کې د ډاکټر ايم ای علي شاه کرکټ لوبغالي کې د پاکستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ بجې تر سره کيږې د روهي ويبپاڼې درانه لوستونکې کولی شي چې لوبه په ژوندې بڼه په لاندې تلويزيونونو وګوري

واچ اني ټي وي ټکی کام

ټي وي چسکا ټکی کام

فري ټي وي ټکې پې کي

لايف ټي وي چينلز فري ټکې نيټ

او همدا راز د لوبې ژوندې سکور کارد د ځوان افغان کرکټ ويبپاڼې په مخ کتلی شئ.

د افغانستان ځوانانو کرکټ ټولنې ويبپاڼه

 

 


ستاسې تبصرې
jalal
سجاد صیب سلامونه ! ډیر ښه لیکنه دې کړې ده الله دې په ګوتو برکت کړه ،دا وضعیت مو ، چې داسې جانانه دی لامل یې دادی ،چې موږ دمعلم او ښوونکي عزت نه کوو هماغه کمبخت به راته په ټولګي خپل مغز خراب کړ ، خو چی بیا له دولسمې ګوټې ووتلو نو موږ ورشا کړه باور وکړه ،چې زه اوس ډیر غټ سړی یم خو ما یو معلم هم والله که لیدلې وي او که پرمخه راشي نو فکر نه کوم چی ځانته دا زحمت ورکړم ،چې دا بیچاره څه نومیده او کوم مضمون یې راتدریسوه اوس خو دې ستونزه پر ګوته کړه خو علاج یې هم راوښیه . زموږ اخلاق خرابه شوې دي او که معلمان هغه پخواني معلمان نه دي . او پاتې شوه دافغانستان خبره دلته ارزښت هیڅ مانا نه لري د لته زور ، زر او لنډغر توب بیا به ډیر لوکس وي هسې زړه مه خوره دا دخرکوسان وطن دی ، ولسمشر خرکوس ، وزیر خرکوس ، معین خرکوس والي خرکوس که دافغانستان شرایط نورمال وای دا کوم نومونه ، چې تاسې یاد کړل دوی والله که څوک دمني تر جوارو پورې څوک پر قرض هم ............ زړه مه خوره . زما له انده دافغانستان ستونزه خو له میمه راپورته شوې ده ، مجاهد او ملا که دا دواړه نه وای اوس به سرې سترګې ګرځیدې ، خو که لنډه یې ووایم خبره په مطلقه توګه دمیم نه وي فضل الرحمن هم نر ملا دی خپل انګریزي ایین ته درناوې لري او دبل اییین ته بیا استعمار وايي . مانا ،چې دمیم په قاموس کې خون روا او رنګ ناخون ناروا . جلال ـ کابل
د ايران د اټومي پروګرام له امله:
پر ايران بايد پوځي بريد وشي.
يوازې بنديزونه ولګول شي.
يو هم نه.
 شعرونه
اې کات../ مجيب احساس
اې کاتب تقدير!!

دمجيب احساس يونوى شعر.

داوردوژبې ديوې پخوانۍ سندرې نه په الهام .

 

 

اې کاتب تقدير!!

خوږې خوږې خبرې

دګرمې غېږې عطر

دشونډودلمبواور

دګرمواحساساتو

دتګ راتګ بهير

اې کاتب تقدير!!

 

____

ديارخالي اوربل ته

يوڅاڅکى دسپوږمۍ

ماښام دغني خان

يوتاردسپېلني

چې وچ يې کړم نذير

اې کاتب تقدير

__

دشپې لېونۍ چيغې

دسپين سهارهنداره

يوڅوشنه پسرلي

دچادمستوسترګو

دچاپه يادشوګير

اې کاتب تقدير!!

__

داوړي يوه غرمه

وږمې دسنځل ګل

ګلاب ګلاب جانان

دويښوسترګوخوب

چې يوبل ته ووځير

اې کاتب تقدير!!

__

دستوروپه شان سترګې

دمينې اداګانې

دخپل زړه په هنداره

له رنګ اونوره ډک يو

همداسې يوتصوير

اې کاتب تقدير!!

 

 

 

ډیوې د../ ډاکټر حسن
ډیوې دي سترګې
بیا داشنامې میلمنې دي سترګې
نن مې چې بیا بلې ډیوې دي سترګې 

ما خیژولي یې اسمان دعشق ته
لکه سپوږمۍ چې درپسې دي سترګې 

ځنګه راټول دې پکې حسن کړمه 
دې سمندرته خوکاسې دي سترګې

ته مو پر او ښکو تبه خړی نه شې
زمونږ په غمونو کې پخې دي سترګې

په دې شلیدلوجامومه تیر وځه
يو به غریب خو مومړې دي سترګې

(حسنه) دومره وچکالي خونه ده
شونډې که وچې دي لندې دي سترګې 

ډاکتر حسن-لندن
جوانه ../ شيما غفوری
جوانه های اميد

پوهندوی شیما غفوری


خانه ام را سوختند
سفره ام آتش گرفت
جام آبم خشک شد
مرغکان بی پناه و دربدر
هر یکی سویی، به راهی پرگرفت.
کاغذ وخط وکتابم در گرفت 
هر طرف را جای گل، یک فرش خاکستر گرفت

لیک از ویرانگی های وطن
از دل باروتی این خاک وشن
سبزه ها قد بر کشید
نلغه نلغه نو نهالان سر کشید
چوچه مرغ این چمن، یکباره بال و پرکشید
ملتی را کی توان نابود کرد
تا دلش پیوستۀ یک ره بود
گرچه راهش سالها مسدودکرد
روزو شب در زایش چاره بود
چونکه در سعی وتلاش وهمدلی
در صفای عفو ورحم و باهمی
کوکب  اقبال و بخت وطالع اش
روشن ازخورهمچو مهپاره بود. 

ماربورگ ـ جرمنی ـ2005 




ا
غمونه../ احمد نواز بنګښ
غمونه

غم د پاسه په غمونو کی راګیر یم

سوړ اسویلو او دردونو کی راګیر یم

 

ستا یادونه می هیڅ له یاده نه اووځی

که ډیر هم د دنیا ښکلی مخونو کی راګیر یم

 

خدایی خبر څنګه به وی خوشالی او خنده

زه خو فقط خپلو فکرونو کی راګیر یم

 

زما مینی ته ځنډونه  دنیا جوړ کړو

بی ترسه د دنیا په رسمونو کی راګیر یم

 

زړه می ټوټی او څیری ګریوان ګرځم

د تړمو اوښکو سیلابونو کی راګیر یم

 

خدایه ولی دی زه په ژړا خوښ یم

چې هر وخت ازمایشونو کی راګیر یم

 

ستا د وصال په طمع ژوند تیریږی

 حضرت آیوب غوندی صبرونو کی راګیر یم

 

خلک خاندی خوشالی او میلی کړی

زه احمد هر وخت چرتونو کی راګیر یم

 

شاعر احمد نواز بنګښ

چې سوز../ سیدکریم خوستی
چې سوزه وې

چې ســــو زوې زمــــــــــا وطــن تــه پـــه بـــمونو باندې
کــور دې کــه خـدای مــیــرات دښــمــنـه په غـــمونو باندې
وایــه ګـــناه وایـــــه خـطــا ه مې څـــــه دی اې غــلــیـمه 
چې قــــــتــلوې مې وچ پــــه وچــه په ظلـــمـــونو باندې

پــښــتــون ســړی یــــم ځــکه مــا وچ په د سر وویشتې؟ 
د شپی د غــــلـــــه غـــــــونــدې را اوړې دیـــوالونو باندې
اخــــیر به مــــاتــه کــکـرۍ یــــوسې روسـیانو غــــــوندې
دومــــــره هــوس مــــــه کــــــــړه په توپو او ټانګونو باندې

په دې څـیرلي لــباس،خوار غـــــربت کې مه ګــــــوره مــوږ 
مــوږه غــــــلــیم تـــــــــه مـــاتې ور ده په تـــــبرونو باندې
در باندې ږغ کوم خوستی چی پښيې نورسپکې نه کړې
د ډیـــــــــرو مـــــــیـنـدي به مـــــو و ژاړي په قـــبرونو باندې
\"\"
©www.rohi.af All rights reserved 2006-2012 Designed by Dr. Weyal كور پاڼه |  زموږ هدف |  انځورونه |  ويډيو گانې |  اړيكي |