اې کاتب تقدير!!
دمجيب احساس يونوى شعر.
داوردوژبې ديوې پخوانۍ سندرې نه
په الهام .
اې کاتب تقدير!!
خوږې خوږې خبرې
دګرمې غېږې عطر
دشونډودلمبواور
دګرمواحساساتو
دتګ راتګ بهير
اې کاتب تقدير!!
____
ديارخالي اوربل ته
يوڅاڅکى دسپوږمۍ
ماښام دغني خان
يوتاردسپېلني
چې وچ يې کړم نذير
اې کاتب تقدير
__
دشپې لېونۍ چيغې
دسپين سهارهنداره
يوڅوشنه پسرلي
دچادمستوسترګو
دچاپه يادشوګير
اې کاتب تقدير!!
__
داوړي يوه غرمه
وږمې دسنځل ګل
ګلاب ګلاب جانان
دويښوسترګوخوب
چې يوبل ته ووځير
اې کاتب تقدير!!
__
دستوروپه شان سترګې
دمينې اداګانې
دخپل زړه په هنداره
له رنګ اونوره ډک يو
همداسې يوتصوير
اې کاتب تقدير!!
ډیوې دي سترګې
بیا داشنامې میلمنې دي سترګې
نن مې چې بیا بلې ډیوې دي سترګې
ما خیژولي یې اسمان دعشق ته
لکه سپوږمۍ چې درپسې دي سترګې
ځنګه راټول دې پکې حسن کړمه
دې سمندرته خوکاسې دي سترګې
ته مو پر او ښکو تبه خړی نه شې
زمونږ په غمونو کې پخې دي سترګې
په دې شلیدلوجامومه تیر وځه
يو به غریب خو مومړې دي سترګې
(حسنه) دومره وچکالي خونه ده
شونډې که وچې دي لندې دي سترګې
ډاکتر حسن-لندن
جوانه های اميد
پوهندوی شیما غفوری
خانه ام را سوختند
سفره ام آتش گرفت
جام آبم خشک شد
مرغکان بی پناه و دربدر
هر یکی سویی، به راهی پرگرفت.
کاغذ وخط وکتابم در گرفت
هر طرف را جای گل، یک فرش خاکستر گرفت
لیک از ویرانگی های وطن
از دل باروتی این خاک وشن
سبزه ها قد بر کشید
نلغه نلغه نو نهالان سر کشید
چوچه مرغ این چمن، یکباره بال و پرکشید
ملتی را کی توان نابود کرد
تا دلش پیوستۀ یک ره بود
گرچه راهش سالها مسدودکرد
روزو شب در زایش چاره بود
چونکه در سعی وتلاش وهمدلی
در صفای عفو ورحم و باهمی
کوکب اقبال و بخت وطالع اش
روشن ازخورهمچو مهپاره بود.
ماربورگ ـ جرمنی ـ2005
ا
غمونه
غم د پاسه په غمونو کی راګیر یم
سوړ اسویلو او دردونو کی راګیر
یم
ستا یادونه می هیڅ له یاده نه
اووځی
که ډیر هم د دنیا ښکلی مخونو کی
راګیر یم
خدایی خبر څنګه به وی خوشالی او
خنده
زه خو فقط خپلو فکرونو کی راګیر
یم
زما مینی ته ځنډونه دنیا جوړ کړو
بی ترسه د دنیا په رسمونو کی
راګیر یم
زړه می ټوټی او څیری ګریوان
ګرځم
د تړمو اوښکو سیلابونو کی راګیر
یم
خدایه ولی دی زه په ژړا خوښ یم
چې هر وخت ازمایشونو کی راګیر
یم
ستا د وصال په طمع ژوند تیریږی
حضرت آیوب غوندی صبرونو کی راګیر یم
خلک خاندی خوشالی او میلی کړی
زه احمد هر وخت چرتونو کی
راګیر یم
شاعر احمد نواز بنګښ