په خيبر پښتونخواايالت کې سيلابونو لاهم زور اخيستى
په خيبر پښتونخوا کې د سيلاونو زور مخ پر زياتېدو دي او د هرې شېبې په تېرېدو سره يې لمن لا پسې پراخېږي، د دولتي چاراکيو په وينا تراوسه څلور سوه او اته تنه اوبو وړي، ګڼ شمېر لا درکه او په زرګونو تنه لا هم بند پاتې دي.
د دغو سيلاوونو له امله مخابراتي سيستم زيانمن شوي او د پېښور په ګډون په ټول ايالت کې د موبايل او لايني تيليفون تر څنګ انټرنېټ هم تر ډېره په ټپه درېدلي،چې له امله يې د پېښور او نورو ښارونو ترمنځ په اړيکو کې ستونزې رامنځته شوي.د دې ترڅنګ د لوېو لارو د زيانمنېدو له امله له ډيري سيمو سره ټرانسپورتي اړيکې پرې دي.
د وروستيو رپوټونو له مخې د اټک سيمې په اړوندو کې د سيلاوونو راوتو له لامله د پښتونخوا او او پنجاب ترمنځ لاره هم بنده ده.
د جمعې په ورځ تر ټولو زيات زيان د نوښار ولسوالۍ اړوندو ته اوښتې چې د وروستيو رپوټونو له مخې د ګڼ شمېر کورونو ترڅنګ د دغه ښار مرکزي روغتون او نورې دولتي ودانۍ هم په اوبو کې ډوبې شوي.
له طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر جنرال اشفاق نديم د جمعې په ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې که څه هم د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره ونه ښوده خو ويې ويل، چې لاهم په زرګونو خلک په بېلابېلو سيمو کې بند پاتې دي او په وينا يې دولت يې خوندي ځايونو ته د رسولو په لړ کې ټولې هڅې په کار اچولي:
( دا مهال موږ له ډېرو چېلنجونو سره مخ يو، د خلکو ژغورل او خوندي ځايونوته رسول، هغوي ته د سرسوري او خوراک برابرول،د ناروغانو درملنه،په راتلونکي کې د لوېو لارو، برېښنا، ګاز او مخابراتي اړيکو بيا رغونه او د سيلاوونو له امله د احتمالي ناروغيو مخنيوي، چې بې له شکه د دغو سيلاونو له امله به ډول ډول ناروغۍ رامنځته کېږي.)
د هغه په وينا په دغو سيلاوونو کې په لسګونو زره کورونه نړېدلي چې څښتان يې د بيا ودانولو په برخه کې پراخو مالي مرستو ته اړتيا لري.
د رياض خان په نوم يو تن چې په وينا يې د نوښار په محب بانډۍ سيمه کې په يوه ديني مدرسه کې بند پاتې دى د تيليفون پر ليکه رسنيو ته داسې وويل:
(دلته په دې مدرسه کې اتلس سوه کسان بند پاتې يو اوبه مخ پر زياتېدو دي او دا مهال ټول د مدرسې په بام راټول شوي، هره خوا اوبه دي او د وتو هېڅ لار نه لرو، له موږ سره مرسته د عامو خلکو له وسه بهر خبره ده او که د ژغورنې دولتي ډلې زر تر زره راونه رسېږي نو دا مدرسه به هم ډېره زر ونړېږي.)
دلته په دې مدرسه کې اتلس سوه کسان بند پاتې يو اوبه مخ پر زياتېدو دي او دا مهال ټول د مدرسې په بام راټول شوي،هره خوا اوبه دي او د وتو هېڅ لار نه لرو، له موږ سره مرسته د عامو خلکو له وسه بهر خبره ده او که د ژغورنې دولتي ډلې زر تر زره راونه رسېږي نو دا مدرسه به هم ډېره زر ونړېږي، دى وايي د دغې سيمې په نژدې تولو جوماتونو او مدرسو کې په سلګونو تنه لاهم بندي پاتې دي.
وروسته له هغې چې د پښتونخوا حکومت د نړېوالو مرستو غوښتنه وکړه په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه هېواد اووه هليکوپترونه پښتونخوا ته رسېدلي چې پنځو يې په سوات او دوو په نوښار کې د خلکو د ژغورنې چارې پيل کړي.
که څه هم د جمعې په ورځ د پېښور په ګډون په يوشمېر سيمو کې د باران ورښت درېدلي خو د هواپېژندنې ادارې په راتلوتکيو څلورويشتو ساعتونو کې د لا زورورو سيلاوونو وړاندوينه کړې.