دملي امنيت سلاکاررنګين دادفتر سپنتا وايي چې په هيواد کې دروان تاوتريخوالې پلان د پولې هاغاړې جوړيږي رنګين دادفر سپنتا وايي تر هغې پورې چې د ترهګرو په وړاندې نړيواله مبارزه د افغانستان د پولې پورې غاړه سخته شوې نه وي او د ترهګرو ځالې، پټنځايونه او مالي سرچينې له منځه نه وي تللې نو په وينا يې دغه مبارزه به بريالۍ نه شي . د افغانستان د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا دويکي ليکس دهغو راپورونو په اړه چې په کې له ځينو رازونو پرده پورته شوې وويل دا هغه څه دي چې تر دې وړاندې هم افغان چارواکو نړيوالو ته په ډاګه کړي دي.