
ننګرهار ،لغمان او پروان ولايتونوکې باران اوسيلاو ديرش تنه مړه کړي او ګڼو خلکو ته يې درانه تاوانونه اړولي د ي
ننګرهار ،لغمان او پروان ولايتونوکې باران اوسيلاو ديرش تنه مړه کړي او ګڼو خلکو ته يې درانه تاوانونه اړولي دي
په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د تېزو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ١٨ تنه وژلي، سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي او زرګونه جريبه ځمکه يې له منځه وړي.سېلابونه د هغه سخت باران له امله راووتل، چې د چهارشنبې له نيمې شپې راهيسې پيل شوي او تر اوسه دوام لري
د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزى وايي په ايسارک، کامه، ښېوه، اچين، سپين غر، کوټ، مومندره، نازيان، خوګياڼي، سره رود، چپرهار، پچير و اګام او د جلال اباد ښار په بېلابېلو سيمو کې سېلابونه راوتلي او لاهم دوام لري.
بلخواد پروان ولايت په كوه صافي ولسوالۍ كي، سيلابونو څوارلس تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان كړي دي.
په كوه صافي ولسوالۍ كې دغو سيلابونو خلكو ته ډيرمالي زيانونه هم اړولي او خلك مرستو ته اړتيا لري.
ورستي خبرونه ...