د فرانسوا مېتران حکومت د دورې پخواني دفاع وزير پاول کويلې (Paul Quilès) ، وروسته له هغې چې د افغانستان په هکله په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو د جناياتو رپوټونه خپاره شول ويلي ، چې فرانسې بايد سمدﻻسه له افغانستان څخه خپل سرتيري بهر کړي . نومووړي له ((لوموند)) ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي ، چې فرانسه بايد ژر تر ژره د خپلو سرتيرو د وتلو لپاره يو مهال ويش جوړ کړي او د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو له منځ نه بايد بهر شي . پاول کويلې وړانديز وکړ ، هغه ډول چې امريکا د راتلونکې زيږديز کال څخه د سرتيري د ويستلو د پيل خبره کړې ، فرانسه هم ورسره جوخت د خپلو سرتيرو د ايستلو چارې همغږي کولی شي. نومووړي په دې ټينګار کړی ، چې فرانسه بايد د عمل آزادي تر ﻻسه کړي او هم د جرمني په څېر د افغانستان دننه د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او د افغانستان د بيارغاونې په چاروکې پراخه ونډه ولري .