ليكوال: مسيح الله (عصام) / نېټه: 28.07.2010 / خپرونكئ: سپينتمان /
 

له کونړ وﻻيت څخه بېلابيل خبرونه

په کونړ کې دسيدجمالدين افغان پوهنتون دمحصلينو دلومړي سمستر ازموينه پيل شوه
دپوهنتون ازموينې دپيل په غونډه کې دپوهنتون ريس استاد ميراحمد حامد ،اجرايي ريس حاجي فضل اکبر دپوهنتون مرستيال استاد شميس الاسلام ساپي په خپلو ويناو کې په کونړ کې دپوهنتون جوړيدل ستره لاسته راوړنه وبلله ددوى په وينا که څه هم پوهنتون چارې يې نوې پيل شوي ډيرې ستونزې په مخکې لري خو دوي به هڅه کوي ترڅو ددولت اوخلکو په مرسته شته ستونزې راکمې کړي
دپوهنتون ريس استاد حامد محصلين زده کړې ته راوبلل اوپه استادانو يې غږ وکړه چې په ازموينه کې دې دشفافيت نه کار واخلي
ديادونې ده چې داپه لومړى ځل دکونړ په پوهنتون کې دمحصلينو دلومړى سمستر ازموينه ده چې پيليږي دکونړ په پوهنتون کې دامهال درې پوهنځي فعال دي 

دښوونې او روزنې رياست اړوند ديوسل پنځلس کليوالي ښوونځيو دښوونکو لپاره ديونسف ادارې په مالي مټ شپاړس ورځې ورکشاپ پيل شو
دورکشاپ دپرانستې په غونډه کې دکونړ اجرايه ريس حاجي فضل اکبر دپوهنې ريس جمالدين حسني اوتدريسي مرستيال عبدالقهار په خپلو ويناو کې دښوونکو دظرفيتونو دلوړتيا لپاره ددغه ډول ورکشاپونو جوړيدل اړين وبلل او ديونيسف ادارې څخه يې مننه وکړه چې دکونړ دښوونې او روزنې رياست سره يې دښوونځيو دودانيو دجوړولو دکتابونو دچاپ او دباارزښته معارف درامنځ ته کولو په برخه کې مرسته اوهمکاري کړى ده
دښوونکو لپاره جوړ شوې ورکشاپ چې شپاړس ورځې به دوام وکړي په ترڅ کې به يې يوسل لس تنو ښوونکو ته داتو تنو ماسټرترينرانو لخوا دزده کړې اوتدريس داصولو اودنوي تعليمي نصاب دمعرفى په اړه مالومات ورکړل شي

دکونړ ښاري محکمې له لوري ټاکل شوي قضايه هيت دعلني محکمې په ترڅ کې تورن حفيظ الله ته دشل کاله تنفيذي بند سزا واوروله
دښاري محکمې دقضايه هيت له لوري په دوه جلاپيښو کې تورنو کسانو ته دعلني محکمې په ترڅ کې سزاوې واورول شوې
حفيظ الله او ورور شاوزير يې چې اته مياشتې وړاندې دپيج په لويه لاره دشګۍ په سيمه کې دملي پوليسو ديونيفورم نه په ګټه اخيستنه ديوتن صراف محمدرفيق څخه دنږدې څوارلسو زره ډالرو په اندازه بيلابيلې پيسې دټوپک په زور اخيستې وې چې دقومي مشرانو په ملتيا دوټه پور ولسوالۍ جنايي پوليسو ونيول په تورنو کسانو کې حفيظ الله خپل ورور بې ګناوباله اوپخپله يې په جرم اعتراف وکړ او فريدالله چې دنرنګ ولسوالى دکوټکي دسيمې اوسيدونکى دى دوه مياشتې وړاندې د اووه شپيته زره جعلي کلدارو سره نيول شوې و نوموړى هم دعلني محکمې په ترڅ کې پخپل جرم اعتراف وکړ
ددغې محکمې په ترڅ کې لومړى دقضيوو دڅيړلو څارنوال ډګروال ملنګ هغه شوهد ، اسناد اومدارک کړ چې په پيښو کې دتورنو کسانو په اړه يې راټول کړي و ووروسته مدافع وکيلانوته حق ورکړل شو چې دتورنوکسانو څخه دې دفاع وکړي چې دموظف څارنوال دشواهدو په وړاندې يې دفاع دتورنو څخه دفاع ونه شوکړاى ،وروسته دقضايه محکمې دټاکلي هيت له لوري حفيظ الله نامي ته چې دسراف محمد رفيق څخه دپيسو اخيستلو په تور تورن و دجزا دقانون پنځلسمې او يوسل اوه پنځوسمې مادې ته په کتنه په شل کاله تنفيذي بند محکوم او ورور شاه وزير يې داساسي قانون دپنځه ويشتمې مادې له مخې دمحکمې څخه برات واخيست اوفريدالله چې جعلي پاکستانيو پيسو دچلند په تور نيول شوې و دټاکلي قضايي هيت له لوري دجزا دقانون دنوولسمې مادې له مخې په يو نيم کال په تنفيذي بندمحکوم شو دقضايي هيت دپريکړې له مخې فيصله نهايي نه ده په جرم متهم دخپل ځان څخه ددفاع لپاره داستناف او ستره محکمه هم په مخکې لري چې دښاري محکمې پريکړوباندې دنه قناعت په صورت کې دځانه دفاع کولى شي

دجلاله فاونډيشن لخوا داسداباد اړوند بې وزله ښځو سره دجامو دګنډلو ماشينونو مرسته وشوه
په همدې اړه دښځو چارو رياست په انګړ کې دجلاله فاونډيشن لخوا راغوښتل شوې بې وزله ښځو ته دجاموګنډولو ماشينونه دجلاله مرستندويه بنياد مشر شجاع الملک جلاله ،داجرايه چارو ريس حاجي فضل اکبر ،دښځو چارو ريسې اغلې نسيمه شفيق سادات په لاسونو ورکړل شو چې بې وزلو ميرمنو دغه مرستې په کورو دانۍ ومنلې
کونړ:دټاکنودښه ترسره کيدا په موخه غونډه وشوه

دکونړ ولايت دامنيتي ادارو دګډې همغږى يا اوسي سي پي غونډه دامنيتي ننګونو دله منځه وړلو په موخه دکونړ دوالي په مشرى جوړه شوه
دکونړ والي پخپلو پرانستونکو خبرو کې دلويو لارو دخونديتوب اوامنيت ساتنې اوهمداراز راتلونکو پارلماني ټاکنوته دډاډمن امنيتي فضا په رامنځته کيدو رڼاواچوله اوله امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې خپلې هڅې لاګړندى کړي چې په وينايې دولسي جرګې دمنډو ترړو لړۍ په خوندي چاپيريال کې ترسره شي ښاغلي وحيدي دارنګه دمرورې ولسوالى له زيانمنو کورنيو سره دمرستو رسونې په سرهم خبرې وکړې چې اړو اوزيانمنو کورنيوته به دمرستودويش لړۍ وغځوي
په دغه ګډه امنيتي غونډه کې دافغان امنيتي ادارو له مسولينو سربيره دنړيوالو ځواکونو او يوناما استازو هم ګډون کړې و چې په غونډه کې يې په خپل وار خپل کاريز رپوټونه وړاندې کړل
عصام

 

ورستي خبرونه ...

په امريکا کې ساينسپوهان د سپټمبر د يولسمې د پېښې له اسرارو پرده پورته کوي...امين الله هوتک
امريکايي سرتيري د افغانانو پرېکړي غړي له ځان سره ساتي...امين الله هوتک
په کاپیسا کې د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د پریکړې په وړاندې لاریون وشو...نوښت
د بې پيلوټه الوتکو په دوه بريدونو کې 10 تنه وژل شوي...زيږ اڅړ
بلوچستان کې د سرو زرو د خرڅولو په يوه بازار کې چاودنه شوې...زير اڅړ
د بلخ والي عطامحمد نور زوی د خلکو د تښتولو چارې تر سره کوي...سپينتمان
د جنګساﻻر مسعود د وژنې په کليزه کې په کابل کې اړ و دوړ...سپينتمان
د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د هغې پریکړې په اړه چې غواړي د قران کریم نسخي وسوځوي د ملګرو ملتونو ادارې هم خپله اندیښنه ښکاره کړه ....نوښت
په سعودي عربستان کې کوچنى اختر د جمعې او په پاکستان کې د شنبې په ورځ دى....فضل قادر انډيوال
دا يران د بهرنيو چارو وزير اولسمشز کرزي سره وکتل...نوريه
بېرته شاته
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af    обложки для документов