ليكوال: زيږ اڅړ / نېټه: 28.07.2010 / خپرونكئ: اڅړ /
 

رحمان ملک : په بلوچستان کې د دولت ضدڅلور پوځه شتون لري

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک ادعا کړې ، چې د بلوچستان په ايالت کې څلور داسې پوځونو شتون لري ، چې په دغه ايالت کې د ناکراريو عاملين دي .
نوموړي په يوه خبري کنفرانس کې وويل ، چې دغه پوځونو پر حکومتي موسسو او موخه ييزو وژنو ﻻس پورې کوي . رحمان ملک د دغو لښکرو نومونو په دې ډول ياد کړل : ((د بلوچ جمهوريت پوځ )) ، (( د بلوچو لښکر)) ، ((د بلوچو آزداي بښونکی جبهه)) او (( د بلوچو د آزداي بښونکی پوځ )) او تور يې ولګولو ، چې بهرني هېوادنو سره تړاو لري .
د يادولو وړ ده ، چې هند او پاکستان تر منځ د دوښمنۍ له امله په سيمه کې د يوه بل د مخالفو ډلو سره مرستې او ترهګريز بريدونه زيات شوي دي . که څه هم د پاکستان حکومت ، هند او افغانستان د دوی په چارو کې پر مداخله تورنوي ، خو شنونکي په دې باور دي ، چې پاکستان په دې برخه کې تر نورو زيات افراط ته ﻻس اچولی دی .
د لويديځو نامتو خبري رسنيو د هغوﻻسوندونو پر بنسټ ، چې ((ويکي ليکس )) ورته ورکړي له دې رازونه پرده پورته کړې ، چې د پاکستان څارګره اداره ((ای اس ای )) په افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي .
دغه اسناد ښيي ، چې په کابل کې په ورستيو څو بريدونو کې ، چې د طالبانو لخوا تر سره شول ، ((ای اس ای )) ﻻس درلود . په دغه رپوټونو کې ليکل شوي ، چې ((ای اس ای )) له 2004 ز کال څخه بيا تر 2009 زکال پورې بريدونو کې دخالت درلود . ﻻسوندونه په ډاګه کوي ، چې ((ای اس ای )) په 2008 ز کال کې د جمهور رييس حامد کرزي په ترور کولو او همداراز د هند په سفارت او د ناټو پر الوتکه باندې بريدونو کې ﻻس درلود .
د همدې رپوټونو په لړ کې يو بل ﻻسوند ښيي ، چې د پاکستان ((ای اس ای )) د زرو شاو خوا موټرسايکلونه يوازې د جلال الدين حقاني ډلې ته ورکړي دي .
داسې اسناد هم شته ، چې په کې ((ای اس ای )) هڅه کړې په افغانستان کې بهرنيو او افغان ځواکونو ته په الکولي مشروباتو کې زهر ورکړي .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالبسيط طبعيي دا تورنه رد کړي او ناسم يې بللي .

 

 

ورستي خبرونه ...

په امريکا کې ساينسپوهان د سپټمبر د يولسمې د پېښې له اسرارو پرده پورته کوي...امين الله هوتک
امريکايي سرتيري د افغانانو پرېکړي غړي له ځان سره ساتي...امين الله هوتک
په کاپیسا کې د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د پریکړې په وړاندې لاریون وشو...نوښت
د بې پيلوټه الوتکو په دوه بريدونو کې 10 تنه وژل شوي...زيږ اڅړ
بلوچستان کې د سرو زرو د خرڅولو په يوه بازار کې چاودنه شوې...زير اڅړ
د بلخ والي عطامحمد نور زوی د خلکو د تښتولو چارې تر سره کوي...سپينتمان
د جنګساﻻر مسعود د وژنې په کليزه کې په کابل کې اړ و دوړ...سپينتمان
د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د هغې پریکړې په اړه چې غواړي د قران کریم نسخي وسوځوي د ملګرو ملتونو ادارې هم خپله اندیښنه ښکاره کړه ....نوښت
په سعودي عربستان کې کوچنى اختر د جمعې او په پاکستان کې د شنبې په ورځ دى....فضل قادر انډيوال
دا يران د بهرنيو چارو وزير اولسمشز کرزي سره وکتل...نوريه
بېرته شاته
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af    обложки для документов