 دځاځي ميدان د سيمه ييزې شورا د جوړېدو په موخه غونډه رابلل شوې وه
دغه ټكى نن د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ قومي مشرانو او ديني علمااكرامو په هغه جوړه شوي غونډه كې په ډاګه كړ، چې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د اوسېدونكيو لپاره د سيمه ييزې شورا د جوړېدو په موخه د ولايت مقام ته رابلل شوي و .
په نوموړي ناسته كې د خوست والي عبدالجبارنعيمي ، د افغانستان د ټولنيزې پراختيا استازي جنرال بختوجان ، د ځاځي ميدان ولسوال يونس ځدراڼ او د ځاځي ميدان ولسوالۍ ګڼ شمېر ديني علمااكرامو او قومي مشرانو په كې ګډون درلود.
د ټولنيزې پراختيا راغلي استازي جنرال بختوجان د يادې شورا په تخنيكي اړخ خبرې وكړې.
جنرال بختوجان د شوراګانو جوړول د افغان ولسمشر حامدكرزي حكم وباله ، چې له مخې به يې د هېواد په ولايتونو كې د ولسواليو په كچه د ښې حكومتدارۍ او د ولسونو د ستونزو د ښه هواري په موخه جوړيږي، چې دغه شوراګانې به يو تن رييس، مرستيال او منشي ولري او له پاتې كسانو څخه به يې كاري كمېټې جوړيږي، چې په خپل ټاكلي وخت كې به په خپلو كې د ولسونو د ستونزو د حل او فصل په موخه سره ناستې كوي او بيا به يې له خپل دولت سره د حل په موخه شريكوي.
له ده وروسته د ازادو ټاكنو په ترڅ كې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د څلوېښت كسيزې شورا له لوري يادې شورا ته رييس ، مرستيال ، منشي او همدارنګه درې كاري كمېټې ددوى په خوښه او رايو سره وټاكل شوې.
ورپسې خوست والي عبدالجبارنعيمي يادې شورا ته خپله وينا واوروله .
نعيمي په خپلو خبرو كې په دې خوښي وښوده ، چې د تېر په څېر بيا هم نن پر ځاځي ميدان ولسوالۍ د شورا جوړولو نوبت راغلى او ددې ولسوالۍ لپاره هم له مخورو ،ديني علمااكرامو او مشرانو څخه پياوړي او له امكاناتو څخه برخمنه شورا جوړيږي.
او په كې هغه مخور كسان غړيتوب لري ، كوم چې په نوموړې ولسوالۍ كې د ګڼ شمېر ديني عالمانو ، استادانو او قومي مشرانو څخه ورته د رايو په وركولو سره ور پېژندل شوي دي او دادى اوس يې ورته د منظمو كړنو او فعاليتونو او همدارنګه د شوراګانو د طرزالعمل مطابق رييس ، مرستيال ،منشي او درې كاري كمېټې وټاكلې .
خوست والي عبدالجبار نعيمي د شورا مسوولينو او غړيو او همدارنګه يې د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونكو ته ددې شورا د جوړېدو له امله مباركي وركړه.
ده وويل چې خداى ج دې تاسو ته توفيق دركړي ، چې ددې شورا څخه په استفادې سره وكولاى شئ، په خپله ولسوالۍ كې خپلو خلكو ته د خدمت په منظور شپه او ورځ منډې ترړې وكړئ او درسپارل شوى مسووليت په لازم او ښه شان مخ ته يوسئ.
هغه وويل ځكه چې تاسو ته يو دروند مسووليت او امانت درپه غاړه شو، او بايده دي ، چې درسپارل شوي امانت ته په پام سره ټول كړه وړه او پرېكړې مو د خپلې ولسوالۍ د پرمختګ، امن ،سوكالۍ او د سرلوړۍ په مقصد تر سره شي.
خوست والي نعيمي دوى ته ورياده كړه : (( كله چې هم ستاسو ولسوالي ما له نږدې څخه وليده ، نو له شك پرته لكه څومره چې لازمه ده ، هغومره ورته كار نه دى شوى.))
والي ورته ډاډ وركړ، چې په دې ولايت كې يې داسې پروګرامونه او طرحې په كار اچولي ، چې په مياشت ، كال او دوو كالونو كې به يې تاسو او ټول خوست مېشتي په دې ولايت كې د پام وړ مثبت بدلونونه وويني.
ده همداراز دوى ته وويل ، چې ستاسو ولسوال به هغه وړې پروژې لكه د ښوونځيو لپاره اوبه ، چارديوالي او همدارنګه د زرعت په برخه كې وړې پروژې ولايت مقام ته راولېږدوي.تر څو ورباندې د حل په موخه لازم كار وكړي او هغه نورې غټې پروژې به هم تر كار لاندې د بيا رغونې پنځه كلن ستراتيژيك پلان كې ونيسي، تر څو په راتلونكي كې يې پلي كولو ته هڅې وكړي .
والي عبدالجبارنعيمي دوى ته وويل، په ځاځي ميدان ولسوالۍ كې ډاډمن امنيت ، يوالى ، مينه ،محبت ، دوستي ، عزت ، سرلوړي او همدارنګه له خپل نظام سره همكاري هغه څه دي ، چې بايد ددې ولايت نورې ولسوالۍ هم له دې لوى نعمت او لويې برخې څخه ځانونه او خپلې ولسوالۍ برخمنې كړي، تر څو دوى هم ستاسو په رقم ارامه او د مينې او محبت په فضا كې خوږ ژوند ولري.
خوست والي عبدالجبارنعيمي دوى ته په خپلو خبرو كې وويل ، چې د ځاځي ميدان ولسوالي ستاسو خپله ولسوالي او اداره ده، نو كه هرچېرې كومې نيمګړتياوې ولري ، نو هڅه وكړئ ، د رفع كولو په منظور يې ور په ګوته كړئ، تر څو د ولسوالۍ اداره مو هېڅ نوع نيمګړتياوې او ستونزې ونه لري او درته په لازم او هر وخت كې ستاسو د غوښتنې مطابق قانوني خدمات ترسره كړي.
ورستي خبرونه ...
|