 پکتيا- پنځلس ښوونځی کټی ايیستنی ته وړاندی شول
( دوشنبه د دومه ) د پکتیا په پنځو ( ډنډ پټان ، څمکنی ، اریوب ځاځی ، احمد خیلو او جانیخیل ) ولسوالیو کی پنځلس ښوونځیو ته ودانئ بشپړی او ګټی اخیستنی ته وړاند شوی
د دی ښوونځیو په پرانیسته کی د ولایت مقام استازی ، د پوهنی ریس ، مخورو مشرانو او سیمه ایزو خلکو برخه اخیستی وه
په دی ښوونځیو کی دوه لیسه ، پنځه منځنی او پاتی اته نور لمړنی ښوونځی دی چی د یو کال په ترڅ کی یی چاری بشپړی شوی
په دی ښوونځیو ۱۴۷۰۱۳۷ امریکایی ډالره لګښت راغلی چی د پوهنی له پرمختیایی بودجی ، پکتیا کی د بیا رغاونی ټیم او هندوستان سفارت لخوا یی پیسی ورکړل شوی
په دی ښوونځیو کی ۷۰۰۰ زده کوونکی زده کړه کوی چی ۱۸۲۳ یی انجونی دی
د دی ښوونځیو له جوړیدو سره په پکتیا کی په تیرو دوه کلونو کی ۱۳۵ ښوونځیو لپاره ودانی جوړی شوی
په پکتیا کی دا مهال ۲۷۵ ښوونځی فعال دی چی ۱۳۱۱۶۵ هلکان او انجونی پکی زده کړه کوی
روح الله سمون
ورستي خبرونه ...
|