ليكوال: هوسۍ / نېټه: 25.07.2010 / خپرونكئ: هوسۍ /
 

قطب الدین هلال : له ملګرو ملتونو او افغان حکومت سره زموږ خبرې ناکامې شوې

 

دانجینر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دحزب اسلامي داجراييوي شورا غړي قطب الدین هلال وايي : په افغانستان کې له ملګرو ملتونو ، افغان حکومت اونور خواوو سره د سولې مستقېمې خبرې ناکامې شوې نوموړي له الجزیرې سره په خپلو خبرو کې وویل : دحزب اسلامي دروغې جوړې لپاره پوره طرحه وړاندې کړې وه ،چې په ضمن کې ېې له افغانستانه دبهرینو ځواکونو د وتلو مهالویش او د ټاکنو خبرې وې .
هلال زیاتوي : موږ په افغانستان کې دملګرو ملتونو دځانګړي استازي د اروپايي ټولنې له استازي د فرانسې له سفیر او نورو سره خبرې وکړې موږ هڅه وکړه ،چې په پلازمینه کابل کې له امریکايانو سره هم خبرې وکړو او دسولې طرحه ورته شرحه کړو ، خو هغوي له موږ سره له کتلو مخ واړوه په پای کې موږ له دې ټولو ګردو خواوو کوم مثبت ځواب تر لاسه نه کړ .
قطب الدین هلال په پای کې وايي : دولسمشر کرزي په ګډون دوی ټولو موږ ته دا یوه خبره کړې ده ،چې موږ باید دسولې خبرو ته دوام ورکړو ځکه دا ګټور کار دی . په هر صورت زموږ دحزب په اړه موږ نړۍ او افغان ملت ته داخبره څرګنده کړې ده ،چې موږ په دې برخه کې هیڅ پرمختګ ونشو کړای .

 

 

ورستي خبرونه ...

په امريکا کې ساينسپوهان د سپټمبر د يولسمې د پېښې له اسرارو پرده پورته کوي...امين الله هوتک
امريکايي سرتيري د افغانانو پرېکړي غړي له ځان سره ساتي...امين الله هوتک
په کاپیسا کې د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د پریکړې په وړاندې لاریون وشو...نوښت
د بې پيلوټه الوتکو په دوه بريدونو کې 10 تنه وژل شوي...زيږ اڅړ
بلوچستان کې د سرو زرو د خرڅولو په يوه بازار کې چاودنه شوې...زير اڅړ
د بلخ والي عطامحمد نور زوی د خلکو د تښتولو چارې تر سره کوي...سپينتمان
د جنګساﻻر مسعود د وژنې په کليزه کې په کابل کې اړ و دوړ...سپينتمان
د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د هغې پریکړې په اړه چې غواړي د قران کریم نسخي وسوځوي د ملګرو ملتونو ادارې هم خپله اندیښنه ښکاره کړه ....نوښت
په سعودي عربستان کې کوچنى اختر د جمعې او په پاکستان کې د شنبې په ورځ دى....فضل قادر انډيوال
دا يران د بهرنيو چارو وزير اولسمشز کرزي سره وکتل...نوريه
بېرته شاته
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af    обложки для документов