د امريکې د مسلحو قواوو قومندان مایک مولن ویلی دی چې لشکر طیبه یو خطر ناک تنظیم دی دغه تنظیم یواځې سیمې ته نه بلکه ټولې دنیا ته د خطر باعث دی . د پاکستان له سر کاري اژانسس ای پي پي د رپوټ په حواله نوموړی په اسلام اباد کې د امریکې په قونصلګري کې خبریالانو ته وویل د لشکر طیبه د ځپلو د پاره باید سخت اقدامات وشي نوموړی وویل لشکر طیبه نه یو خطر ناک تنظیم جوړ شوی دا یواځې د سیمې د پاره نه بلکه د نړۍ دپاره د خطرې باعث دی نوموړي زیاته کړه لشکر طیبه خپل دایره کار افغانستان او د سیمې نورو هیوادونو ته غځوي د یو سوال په جواب کې مولن د امریکې د خارجه وزیرې دهغه بیان ننګه وکړه چې نوموړې ویلي وو اسامه بن لادن په پاکستان کې دی مولن وویل چې اسامه بن لادن په او د القاعده مشرتوب په په یو محفوظ ځای کې خوندي دی او دهغه لټون سخت مشکلات غواړي نوموړي وویل چې زما یقین دی چې اسامه په پاکستان کې دی نومړی زیاته کړه چې د پاکستان لویدیځ سرحد د القاعدې ځاله ده مایک مولن وویل د حقاني شبکه په افغانستان کې په جاري جنګ کې دخیله ده او ددې خلاف دسخت کاروایی د کولو ضرورت دی مولن وویل د حقاني شبکه ډیره خطر ناکه ده کوم چې په افغانستان کې په ناټو او امریکایي قواوو بریدونه کوي مولن ویل په پاکستان باندې بار بار د زور اچول شوی چې دې شبکې په خلاف کاروایی وکړي د مولن په وینا پاکستان د حقاني شبکې له خطره ښه خبر دی د دهشت ګردي په خلاف جنګ کې نوموړي د باکستان د فوج ستاینه وکړه او ویې ویل امریکه او پاکستان د دهشت ګردي په خلاف جنګ کې سره متحد دي او امریکه غواړي چې په دې جنګ کې له باکستان سره وي د یو سوال په ځواب کې مولن وویل پاکستان کې په پټه امریکي فوځ نشته نومړي وویل کوم فوځ چې شته هغه د پاکستاني حکامو په خوښه دلته موجود دی او دا صرف د فوځ د تربیت د پاره دلته موجود دی دجنرال کیاني د وظیفې د اوږدولو په اړه مولن وویل چې دا د پاکستان خپله مسله ده په نومبر ۲۰۰۸ کې د ممبی د حملو نه وروسته د نړۍ سترګې یو ځل بیا لشکر طیبه ورواوښتې هندوسان د ممبی د حملو الظام په لشکر طیبه او جماعته الدعوه ولګاو لاکن دغو دواړو تنظیمونو دا لزامونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی د خیر ښیګړې تنظیمونه دي سید الرحمان بهیر کابل