دپښتونخوا ايالت داطلاعاتو وزير ځوى دناڅرګندو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوې اوورسره ملګرې يې ټپي شوې دى تيره ورځ ماښام يوويشت کلن ميا راشد حسين دخپلو دوؤ ملگرو سره د نوښار ولسوالى د پبو سيمې په خان شيرگړهۍ کې پياده روان ؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې ، په دغو ډزوکې ميا راشد حسين او دهغه ملگرى امجد سخت ژوبل شول خو راشد روغتون ته دوړلو دمخه خپل ژوند له لاسه ورکړ ميا افتخار حسين دا مهال دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير ددندې ترڅنگ دصوبائي حکومت د وياند دنده هم په غاړه لري .