په پكتياكې چارواكي وايي چې ناټوځواكونو د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ كې دوه كسان د يوه هوايي بريد پرمهال وژلي دي، ځايي ولسوال وال وايي چې دا دولت وسله وال مخالفين دي خو تراوسه ناټو په دې اړه څه نه دي ويلي. وسلوالو طالبانو هم منلې چې په بريدكې يې دوه ملګري وژل شوي دي. نن سهارد پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د نيازيو كلا په سيمه كې دوه تنه وسلوال طالبان د بهرنيوځواكونو په هوايي بريدكې ووژل شول، د زرمت ولسوال ګلاب شاه وايي چې نوموړي وسله وال په موټر سايكلونو سپاره وو چې ناټوځواكونو له هوا په نښه كړل دى زياتوي چې ولسوالۍ ته يې د وسله والو دوه مړي ، دوه موټر سايكلونه او يوكلاشينكوف وروړل شوي دي، خو تراوسه خپل ناټوځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي، وسلوالو طالبانو منلې چې په بريد كې يې دوه تنه ملګري وژل شوي دي، زرمت د پكتيا مركز ګرديزلويديځ ته پرته ناارامه ولسوالۍ ده چې د پكتياد نورو ولسواليو په پرتله پكې د وسله والو فعاليت ډيردى، او د ياده ولوده چې د بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې ډيرى وخت ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. خو په ننني بريد كې يواځې وسله وال طالبان وژل شوي دي.