ليكوال: محمدعلی عمری / نېټه: 28.07.2010 / خپرونكئ: س /
 

دلمانځه داذان حکمت

لمونځ په جماعت جمعې سره کول یو ضروري کار دئ اوپه یو وخت یوځای
دخلګو راټولول دخبرونو او اعلام پرته ستونزمن کار دئ او همدارنګه دالهی
حکمت غوښتنه هم دا ده چي اذان یواځې خبر دار ونه ګڼل شي بلکه له اسلامي شعائرو څخه وګڼل شي او خلګو ته ددې الفاظ وویل شي له دې کبله دا خبره ضروري ده چي دذکر الهی او شهادتینو څخه اذان جوړشوئ دئ او لمانځه ته بلنه هم په اذان کښي موجوده ده٫ چي د٫ حی علی الصلواة٫ مضمون دئ٫ داددې دپاره چي کوم شئ
ددې څخه منظور دئ چي هغه په ډاګه معلوم شي٫
٫٫٫٫٫٫
داذان پر وخت په غوږونو کښي دګوتو ورکولو وجه
٫٫٫
په ابن ماجه کتاب کښي حدیث دئ٫ ان رسول الله صلی الله علیه وسلم امر بلال
رضی الله عنه ان یجعل اصبعیه في اذنیه قال انه رفع لصوتک
یعنی نبي صلی الله علیه وسلم حضرت بلال رضی الله تعالی عنه ته حکم وکړو٫ چي داذان کولو پر وخت خپلي دواړه ګوتي په خپلو غوږونو کي ورکړه او اذان وکړه٫ نبي صلی الله علیه وسلم ورته وویل په دې کار سره یعنی چي ته په غوږونوکي ګوتي ونیسې نوبیا ستا اواز لوړیږي
٫٫٫
هغه ماشوم چي نوئ پیدا شي دهغه په
غوږونوکي داذان کولو راز
٫٫٫
کله چي یو ماشوم پیداشي نو دهغه په غوږونوکي داذان کولو راز دادئ
چي کوم اواز او ږغ چي دماشوم غوږته لومړئ ځل ورورسیږي
نو دغه اواز ددې ماشوم په دماغوکي مستقل او دده په فطرت کي
مرکزي ځای نیسي نو له همدې کبله داسلام دمقدس دین لارښود
محمد مصطفي صلی الله علیه وسلم ماشوم ته په غوږ کي داذان ورکولو
حکم وکړو٫ ددې دپاره چي دده په فطرت کښي لومړئ اواز٫
چي دده دپیدایښت څخه وروسته ځای نیسي باید دالهی توحید
او نبوي رسالت اواز وي٫ ځکه چي دپیدایښت دوخت اواز دماشوم
په طبیعت کي داسي ځای لري لکه دکاڼي کرښي
ــــــــ
په پښتنه مینه
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ

 

omari.afghan@hotmail.com

د همدې برخې نورې ليكنې
-----------------------------------------------------------------------------------
د مهدی اخرالزمان دقتل دسیسه...عبدالرحمن زعیم
اعتكاف...مفتي احمد (فرزان)
د اقصى د سوځولو يوڅلويښت کاله وشول خو اقصى اوس هم......زاهد جلالي
د قدرشپه ، عظمت اوغوښتنې... سید قطب
په اسلام کې د بښنې صحي ګټې...ژباړن: فيصل جلالي
د ليلة القدر تعريف اوپيژندنه :...حکمتيار
د غريبانو لپاره وړيا حج او عمره...زاهد جلالي
دروژه ماتې پردسترخان بايدڅه وکړو؟...عصمت الله عزام
په اسلام کې د بښنې صحي ګټې...هارون يحيې- فيصل جلالي
د قرآن کريم د حفظ او حسن قرائت مسابقه او ډله ييزه روژه ماتې....
بېرته شاته
-----------------------------------------------------------------------------------
تبصره
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af  Купить Аксессуары для мобильных телефонов оптом Аксессуары для мобильных телефонов оптом  Купить Аксессуары для сотовых телефонов оптом Аксессуары для сотовых телефонов оптом обложки для документов