ليكوال: زيب مسيد / نېټه: 27.07.2010 / خپرونكئ: سپينتمان /
 

پريږده زړګيه

پریږده زړګیه چې دمینې په انګاروسوزم
یوځلې نه، پدغه اورکې په بارباروسوزم
اغیارچې اوردی پورې کړې پرښایسته ګلونو
منځ ته وردانګم چې سره زه دګلزاروسوزم
خدایږوافغان یم له پښتوبه مې څوک وانه ړوي
که مې زرواره سرکړي غوڅ په سردداروسوزم
یابه راغونډې داحمددزړه ټوټې کړم بیرته
یابه دشمعې په شان ځان یې پر مزاروسوزم
ساقي راتشې دې کوزې کړه پکې ډوب مې کړه نن
چې مې شعوراوهم احساس ټول په خماروسوزم
ګوندې دازړه مې شي ترې صبر،نوربه یې نه یادوم
چې یې په زړه کې دوصال هریویادګاروسوزم
ماورله زړه ورکړبدل کې یارغمونه راکړل
ځکه نورغواړم چې دمینې کاروباروسوزم
کالونه کیږي چې (مسید)یم ورته ناست (منتظر)
نن پرې کړم غږچې نورداشپې دانتظاروسوزم
یمه (مسید) وزیرستان مې دی دپلارټاټوبی
دبدخواهانوبه یې خدایږودارمداروسوزم

زيب مسيد

۵/۰۸/۰۸
پيښور

د همدې برخې نورې ليكنې
-----------------------------------------------------------------------------------
بېرته شاته
-----------------------------------------------------------------------------------
تبصره
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af  Купить Аксессуары для мобильных телефонов оптом Аксессуары для мобильных телефонов оптом  Купить Аксессуары для сотовых телефонов оптом Аксессуары для сотовых телефонов оптом обложки для документов