ليكوال: اتل / نېټه: 07.03.2009 / خپرونكئ: اتل /
 

له زرين انځور سره د يوې ادبي ناستې رپوټ

راروان دي تور بادونه!
 

 

پنجشنبه د مارچ پنځمه نېټه د جرمني په بن ښار کې د افغانيک مرکز له خوا د هېواد د پيآوړي کيسه ليکوال، کره کتونکي او وتلي فرهنګيالي زرين انځورد لنډو کيسو د شپږمې ټولګې (را روان دي تور بادونه) د چاپ او مخکتنې په مناسبت يوه ادبي غونډه جوړه شوه. په دې ادبې بنډار کې د جرمني له بېلا بېلو ښارونو سربېره له بلجيم او انګلستان څخه هم يو شمېر ليکوالو، فرهنګيانو او د انځور صيب د ليکنو مينه والو ګډون کړی وو. غونډه  د ماښام په شپږو بجوپيل شوه او په سرکې د افغانيک مشر ښاغلي ډاکتر يحيی وردګ د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د دې ترڅنګ يې د انځور صيب پر ادبي، فرهنګي او ټولنيز شخصيت رڼا واچوله، د ده فرهنګي هڅې يې د نن ورځې خدايي خدمتګاري وبلله او له همدې امله يې د انځور صيب لپاره د باچا خان د جايزې يا مډال  غوښتنه وکړه. ښاغلي وردګ له انځور صيب څخه غوښتنه وکړه چې تر دې وروسته د ماشومانو کيسو ته هم پاملرنه وکړي او د انځورصيب د لنډو کيسو هنري ارزښت ته په پام سره يې له ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه،چې آلماني ژبې ته د هغو د ژباړې په اړه فکر وکړي.

ورپسې ښاغلي خوشال روهي د انځور صيب د لنډو کيسو د نوې چاپ شوې ټولګې په اړه خبرې وکړې او دا کيسې يې له موضوعي او هنري پلوه وارزولې. ده د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې د انځور صيب په کيسو کې فطري قريحه، هنري تجربه او د کيسه ليکنې تخنيکي پوهه په ډېر متوازن او متناسب انداز ځلېدلي دي.

ورپسې ښاغلي زرين انځور د غونډې له تنظيموونکوڅخه په مننې، دګډونوالو په غوښتنه خپلې لاندې کيسې واورولې:

ـ د لوی باغ ونه ( ناچاپه)

ـ تاوان (زموږ د کلي پاڼې)

ـ راروان دي توربادونه!!(راروان دي توربادونه)

ـ جنت ( راروان دي تور بادونه)

درناوی ( زموږ د کلي پاڼې)

 

د کيسو په پای کې د ګډونوالو له خوايو شمېر پوښتنې مطرح شوې او په اړه يې په زړه پورې مباحثه وشوه.

د غونډې په پای کې دټولو ګډونوالو له خوا د پښتو ژبې د سترروحاني، متصوف او خوږ ژبي شاعر عبدالرحمان بابا پر مزار د ټولو انساني، اسلامي او مدني اصولو پر خلاف وحشيانه بريد په کلکه وغندل وشو او هغه يې د افغانانو د تاريخ، ژبې، کلتور او وياړونو پر ضد يوه دسيسه وبلله.

غونډه د شپې په نهه نيمو بجو پای ته ورسېده.

 

د همدې برخې نورې ليكنې
-----------------------------------------------------------------------------------
د افغانستان کرکټ بورډ او سوپريم ګروپ خبرپاڼه....
په سويډن کې د پښتنو د پاملرنې وړ....
د کابل وﻻيت څخه ولسي جرګې ته مستقل کانديد ډاکټر اضغرخيل منګل لنډه پېژندنه....
د ولسي جرگې د ټاكنيزو مبارزو په هکله د پوهنې وزارت خبرتيا....
دافغانستان د ملي وحدت دولسی تحریک ٬دافغانستان ملي یو والی گوند او دافغانستان دملـــی گــوند له خوا د یو ځای کیدو دپاره د انسجام د واکمن کمیس....
د مهترلام بابا ادبي ټولنې څوارلسمه اوونيزه غونډه وشوه...قادر انډيوال
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیرد پنځلسمې اوونیزې غونډې ریپوټ...:نجیبه آشنا
د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې ريس جاپان ته په يوه سيمينار کې د برخه اخيستو لپاره تللی...احسان الله احسان منګل
وروستی فصل چاپ شو...مجیب احساس
دکابل دکانفرانس په اړه داسلامي امارت اعلامیه......
بېرته شاته
-----------------------------------------------------------------------------------
تبصره
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af  Купить Аксессуары для мобильных телефонов оптом Аксессуары для мобильных телефонов оптом  Купить Аксессуары для сотовых телефонов оптом Аксессуары для сотовых телефонов оптом обложки для документов