|
د زيات سليزو په اوږدو کې يوه له هغو سيمو څخه چې د مرکزي دولتونو
له نِظر، توجه او پام اړونې په يو مخيز ډول لېری پاتې شوي په
پخواني پکتيا پورې مربوط وﻻيتونه اوله هغې نه خوست دی.
اوس پر خوست د پاکستان له لورې څو اکماﻻتي او د غزني او کابل ﻻرې
راخلاصې او ددې لارو د خوراکي او لومونۍ اړتيا وړ نورو موادو د
لېږد رالېږد له کبله يې د ختيځ او سرهيل ختيځ له لورې تر تورخم
وروسته ددې سرحدي وﻻيت اهميت خورا لوړ کړی دی. بيا هم دا سيمه
دومره د پامه لېرې غورزول شوې چې په يوويشتمې پيړۍ کې هم ورته آن د
لويې لارې پخولو ته چې د ترانزيت کېدو آوازې يی هم زمزمه کېږی
اقدام نه کېږی. پس د يوې داسې له نظره لويدلې سيمې په آسمان کې د
دغه شان ځلانده ستوري را پيدا کېدل لکه صديق روهی يو له هغو کسانو
څخه دی چې د ګوتو په شمار به وي. د ده دوستان، زده کوونکو او د
علمي او فرهنګي آثارو مينه وال په بېلو، بېلو بڼو او ځايونو کې هڅه
کوي چې ددې ستوري ځلا ځلانده پاته شي. موږ هم ددې تل پاتې ستوري د
ځلانده پاتې کېدو په مقصد همدا سايت پرانيزو غواړو په همدې منظور
په هڅو او هاند کې ځانونه ور شريک کړو. پاتې دی نه وي چې د خدای
بښلی روهی د ستر شخصيت بيان په دې ځو ټکو او ځغلنده نظر سره چی
مخکې مو يادونه وکړه ناشونی دی.
د سايت له دندو به يوه هم دا وي چې دا شخصيت، د ده غوره آشاره د
ليکنې او بيان سبک ... لکه څنګه چې ښايي په هر اړخيزډول مينه والو
ته وروپېژني.
په سايت کې د روهي په اړه او نورو راز، راز علمي – فرهنګي او ادبي
ليکنو زياته برخه ښايي په پښتو ژبه اوسي. په داسی حال کې چې موږ د
هېوادالو ژبو ته د زړه له کومې درناوی لرو پورتنۍ هڅه به مورنۍ –
پښتو ژبې ته هم يو نا چيزه غونده خدمت وي.
سايت به مينه والو ته دا موقع په لاس ورکړی چې خپل استعدادونه او
وړتياوې وازمايي او د په زړه پورې او ګټورو مقالو او بېلا، بېلو
مطبوعاتي ژانرونو په پکارونو سره خپل دين ادا کاندي.
په سايت کې به د ورځې خبرونه، علمي، فرهنګي او ادبي ليکنې، د
کمپيوتر د زده کړې ځانګړی پروګرام ، روغتيا يي او د علمي او ادبي
بحثونو برخه ځای ولری.
پاتې دې نه وې چې سايت په هيځ سياسي ګوند او ډلې پورې اړه نه لری
او له هره حيثه خپلواک دی. ستاسو د همکاريو په هيله د روهي ويب پاڼې مسئول
ډاكتر نيك محمد ويال mob.tel: 007926-702-11-48 tel/fax: 007495-318-11-66
webmaster@srohi.com
يــــــــــــــــــــــادونه:
كه چېرې غواړئ خپله ليكنه د
مايكرسافټ ورډ(Microsoft word) په دول موږ ته راولېږئ مهرباني وكړئ
دلته كليك وكړئ. همدا ډول تاسې كولاى شئ نور مواد موږ ته د دې لارې
راولېږئ.
|